۰
 الکوزی:

د پاکستان دولت د افغان سوداګرو ۴۰۰ کانټینره توکي درولي دي

پنجشنبه ۹ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۴
د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې رییس خان جان الکوزي ویلي، د پاکستان دولت د افغان سوداګرو ۴۰۰ کانټینره توکي درولي دي.
د پاکستان دولت د افغان سوداګرو ۴۰۰ کانټینره توکي درولي دي
د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې رییس خان جان الکوزي ویلي، د پاکستان دولت د افغان سوداګرو ۴۰۰ کانټینره توکي درولي دي.
 
نوموړي دغه څرګندونې نن د لیندۍ ۹ مه کړې او زیاته کړې یې ده. د پاکستان دولت د افغان سوداګرو ۴۰۰ کانټینره توکي چې د پاکستاني چارواکو په وینا په تور لېست کې دي درولي دي.
 
دی وايي، د کانټینرو لېږد رالېږد په رسمي ډول له تېرې ورځې راهیسې پیل شوی، ولې دا به د یو ځل لپاره جواز ولري، وروسته به نوي شرایط کېښودل شي،.

دی وايي، دغه کانټینر چې اوس راځي او افغانستان ته سپارل کېږي، ځینې خام مواد لږ څه خراب شوي دي، خو خوراکي توکي او ځینې نور شیان دومره نه دي زیانمن شوي.
 
د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګریزې خونې رییس ویلي، د پاکستان د حکومت د نوي قانون پر بنسټ د افغان سوداګرو څخه ۱۰ سلنه مالیه او ۱۰۰ سلنه بانکي ضمانت ښايي واخلي.
 
جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي