۰
پاکستان:

طالبانو د ټي ټي پي د ګواښونو د مخنوي لپاره ضمانتونه راکړي

شنبی ۱۱ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۰
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ اعلان وکړ چې افغاني طالبانو د تحریک طالبان پاکستان د ګواښونو د له منځه وړلو لپاره هیواد ته ځینې ضمانتونه ورکړي دي.
طالبانو د ټي ټي پي د ګواښونو د مخنوي لپاره ضمانتونه راکړي
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ اعلان وکړ چې افغاني طالبانو د تحریک طالبان پاکستان د ګواښونو د له منځه وړلو لپاره هیواد ته ځینې ضمانتونه ورکړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې زیاته کړه چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ خبرې د ارتباطي چینلونو له لارې دوام لري.

خو؛ نوموړي د طالبانو د ضمانتونو په اړه جزئیات ورنه کړل.

اغلې بلوچ وايي، سره له دې چې پاکستان له تحریک طالبان پاکستان سره د دې ډلې د جدي معاملې په اړه د طالبانو له حکومته ناهیلي شوی، خو اسلام اباد هڅه کوي چې طالب چارواکي قانع کړي.

هغه وويل، "زموږ د غوښتنو له مخې، موږ ته د افغان چارواکو له خوا ځينې ضمانتونه راکړل شوي دي. موږ اوس غواړو چې د پاکستان د تحريک طالبان په وړاندې اغېزمن اقدام وګورو."

په همدې حال کې پاکستاني چارواکو په وار وار ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان تر ولکې لاندې افغانستان کې پناه اخیستې او هلته روزنه ورکوي او د پاکستان په خاوره کې ترهګریز فعالیتونه ترسره کوي.

خو؛ طالبان وايي، پاکستان د خپلو ستونزو پړه پر افغانانو ور اچوي، چې د امنیت په تامین کې یې لاس نه درلود.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي