۰
  عزیزي:

راستنو شویو سوداګرو لپاره د صنعتي پارکونو جوړېدو په هڅه کې یو

یکشنبه ۱۲ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۱
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي، د راستنو شویو افغان سوداګرو لپاره د ځمکو د وېش او صنعتي پارکونو جوړولو په هڅه کې یو.
راستنو شویو سوداګرو لپاره د صنعتي پارکونو جوړېدو په هڅه کې یو
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي، د راستنو شویو افغان سوداګرو لپاره د ځمکو د وېش او صنعتي پارکونو جوړولو په هڅه کې یو.
 
نوموړي پرون له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره لیدنه کې ویلي، د دې کمېټې غړي له هېواده بهر افغان سوداګرو او صنعت کارانو ته د اسانتیاؤ د رامنځ ته کولو په موخه له نورو ټولو کمېټو سره په منظمه او همغږې توګه هڅه کوي، ترڅو افغان سوداګر او پانګوالو په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول شي.
 
دی وايي،دغه کمېټه د صنعتي پارکونو رامنځ ته کولو په موخه بېرته راستنېدونکو سوداګرو او پانګوالو ته د ځمکو د وېش په لټه کې ده، دغه راز د دوی د تشویق او هڅولو په خاطر ځینې مالیاتي او تشویقي موارد هم په پام کې نیول شوي دي.
 
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، لازمه ده چې د ذکر شوې کمېټې غړي د بېرته راستنېدونکو کډوالو په ځانګړي ډول د سوداګرو او صنعت کارانو د ستونزو د حل په موخه خپلې ټولې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې ترسره کړي.
 
حنفي بهر کې له میشتو افغان سوداګرو او پانګوالو وغوښتل، چې افغانستان کې پر خپلې پانګونې سره د هېواد په ابادۍ او پر مختګ کې ونډه واخلي.
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي