۰

اروپايي ټولنې افغانستان سره نږدې ۱۴۳ میلیونه یورو مرسته وکړه

یکشنبه ۱۲ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۶
اروپايي ټولنه وايي، له افغانستان سره یې د ۱۴۳ میلیونه یورو په ارزښت د مرستو نوې بسته ځانګړې کړې ده.
اروپايي ټولنې افغانستان سره نږدې ۱۴۳ میلیونه یورو مرسته وکړه
اروپايي ټولنه وايي، له افغانستان سره یې د ۱۴۳ میلیونه یورو په ارزښت د مرستو نوې بسته ځانګړې کړې ده.

دغې اتحادیې په یوه بیان کې ویلي، د لومړنیو خدمتونو د پیاوړتیا او د افغانانو د ژوند د خوندیتوب په موخه د ۱۴۲،۸ میلیون یورو په ارزښت د مرستو دغه وروستۍ بسته د نومبر میاشتې په پای کې تصویب شوه.

د اروپايي اتحاديې د نړيوالو مشارکت کمېشنرې جوتا اورپيلين وويل: "د افغانستان د خلکو تر څنګ د اروپايي اتحاديې ژمنه ثابته ده."

هغه زیاته کړې، اروپايي ټولنې د افغانانو د مخ پر ودې بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د ملاتړ نوی اقدام چمتو کړی دی.

د نوموړي په ​​وينا، د مرستو دغه نوې بسته به د روغتيا، تغذيې، ښوونې او روزنې، د افغان وګړو په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او بې ځايه شويو وګړو لپاره د پاکو اوبو پر برابرولو ولګول شي.

اورپېلین ویلي "موږ هم د هغوی (افغان ښاریانو) د ژوندانه ملاتړ کوو او د ښځو اقتصادي پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه کوو."

اروپايي ټولنه وايي، وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغانستان واک تر لاسه کړ، اروپايي ټولنې تر دې دمه د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان سره ۱،۲ میلیارده یورو مرسته کړې ده.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي