۰

افغانستان کې له دوه میلیونو ډېر خلک له جدي معلولیت سره ژوند کوي

دوشنبه ۱۳ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۴
یونسکو یا د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او ښوونیزه اداره وايي، په افغانستان کې له دوه میلیونو څخه زیات معلولیت لرونکي کسان ژوند کوي.
افغانستان کې له دوه میلیونو ډېر خلک له جدي معلولیت سره ژوند کوي
یونسکو یا د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او ښوونیزه اداره وايي، په افغانستان کې له دوه میلیونو څخه زیات معلولیت لرونکي کسان ژوند کوي.

دغې موسسې پرون د لیندۍ ۱۲ مه د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه اعلامیه کې ویلي، د دې موسسې په ښوونیزو ټولګیو کې ۵۰۰ تنه په زده کړو بوخت دي.

یونسکو دغه شمېر په افغانستان کې د معلولیت لرونکو وګړو یوه کوچنۍ ډله بللې ده چې زده کړو ته لاسرسی لري.

همدارنګه اروپايي ټولنې ویلي، په افغانستان کې ۸۰ سلنه لویان په یو ډول فزیکي او رواني معیوبیت سره مخ دي.

دغه بنسټ زیاته کړه: "موږ له خپلو شریکانو سره په ګډه د افغانانو ملاتړ کوو او لومړنیو اړتیاوو ته د هغوی هر اړخیز او عادلانه لاسرسی تضمینوو."

په همدې حال کې د ډسمبر دریمه د معلولیت لرونکو وګړو د حقونو، ننګونو او ستونزو د یادولو او د هغوی د وړتیاوو او لاسته راوړنو په اړه د پوهاوي د زیاتولو په موخه د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې په نوم نومول شوې ده.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په نړۍ کې شاوخوا یو میلیارد کسان معلول دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي