۰

د هرات پوهنتون د کرنې پوهنځۍ کې د ماسټرۍ دوره پیل شوه

دوشنبه ۱۳ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۲
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم د هرات پوهنتون د کرنې پوهنځۍ کې د ماسټرۍ دورې د پیل پرانسته وکړه.
د هرات پوهنتون د کرنې پوهنځۍ کې د ماسټرۍ دوره پیل شوه
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم د هرات پوهنتون د کرنې پوهنځۍ کې د ماسټرۍ دورې د پیل پرانسته وکړه.

 
دغه وزارت نن د لیندۍ ۱۳ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ندیم د هرات د پوهنتون د ۱۲۴۲ محصلینو د فراغت په مراسمو کې د ګډون ترڅنګ، د هرات پوهنتون د کرنې پوهنځي د ماسټرۍ پروګرام پرانیست وکړه.
 
ندیم تازه فارغ شویومحصلینو ته ویلي، د اړتیا سره سم به د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونه په هېواد کې رامنځ ته کړي.
 
نوموړي یو ځل بیا له هغه ښوونکو چې بهرنیو هېوادونو ته تللي وغوښتل، چې بېرته هېواد ته راشي او د دې هېواد د بچیانو په روزنه او زده کړو کې برخه واخلي او خپل مسوولیت تر سره کړي.
 
 ندیم د هېواد په پوهنتونونو کې د متخصص نسل پر تربیې، ژمنتیا  ټینګار وکړ ویې ویل، چې دوی له تحصیلي، تعلمي مرکزونو، پوهانو او متخصیصینو ملاتړ کوي، په علمي او تعمیراتي چارو کې یې  سلا مشورو ته غوږ ږدي او عملي کوي یې.

جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي