د طالبانو د ډلې اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ له یو شمېر مشرانو او علماوو سره په کتنه کې ویلي، دوی د افغانستان د خلکو د سوکالۍ لپاره کار کوِي.
د طالبانو د ډلې تر کنټرول لاندې کلا په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې دغو کتونکو ته د بادغیس ولایت د ټولنیز، اقتصادي او محلي حکومتوالۍ وضعیت په ځانګړې توګه د دغه ولایت د جوند ولسوالۍ د وضعیت په اړه معلومات ورکړل او له دغې ډلې یې وغوښتل چې د دغه ولایت د جوند ولسوالۍ کې د روغتونونو، ښوونځیو ، سړکونه او مخابراتي شبکو جوړولو برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
مولوي حنفي وويل چې د طالبانو د امارت چارواکي تل په هېواد کې د امنيت د تامين او خلکو ته د سوکالۍ د رامنځته کولو په لټه کې دي.
مولوي عبدالسلام حنفي هم د وړاندیزونو په لړ کې وویل چې د طالبانو د امارت رهبري د امکاناتو په پام کې نیولو سره ستاسو د ستونزو د حل هڅه کوي.
بايد يادونه وشي چې په افغانستان کې د طالبانو د ډلې له واکمنۍ سره د خلکو ټول اقتصادي بنسټونه ويجاړ شوي او د دغه هېواد خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
جمهورخبري آژانس