۰
د روغتیا نړیوال سازمان:

له پاکستانه ایستل شویو کډوالو ته د غوښتل شوې بودیجې ۵ سلنه بشپړه شوې

سی شنبه ۱۴ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۸
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، تر دې دمه له پاکستانه د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره د دغه سازمان له خوا د غوښتل شویو ۱۰ میلیونو ډالرو یوازې ۵ سلنه ورکړل شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، تر دې دمه له پاکستانه د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره د دغه سازمان له خوا د غوښتل شویو ۱۰ میلیونو ډالرو یوازې ۵ سلنه ورکړل شوي دي.

دغه سازمان پرون د لیندۍ ۱۳ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، له پاکستانه د شړل شویو کډوالو د چارو په برخه کې د ۹.۵ میلیونه ډالرو بودجې له کمښت سره مخامخ دی.

اعلامیې خبرداری ورکړی چې د بودیجې نشتوالی به په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د لوی شمیر اخراج شویو مهاجرو ژوند له خطر سره مخامخ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو اوونيو کې له پاکستانه څه باندې څلور سوه زره افغان کډوال ايستل شوي، چې ډېرى يې ښځې او ماشومان دي او له لومړنيو اسانتياوو او سرپناه پرته په ازاده فضا کې ژوند کوي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي