۰

توماس ویسټ د افغانستان په اړه خپل سیمه ایز سفرونه پیل کړل

چهارشنبه ۱۵ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۹
د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ اعلان کړی چې د افغانستان په اړه یې د سیمې څلورو هېوادونو ته خپل سفرونه پیل کړي دي.
توماس ویسټ د افغانستان په اړه خپل سیمه ایز سفرونه پیل کړل
د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ اعلان کړی چې د افغانستان په اړه یې د سیمې څلورو هېوادونو ته خپل سفرونه پیل کړي دي.

ویسټ نن د لیندۍ ۱۵ مه په خپله ایکس پاڼه لیکلي، د افغانستان په اړه د خپلو سفرونو په دې پړاو کې به پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته ولاړ شي.

هغه لیکلي: "زه د مهمو شریکانو سره لیدنې ته سترګې په لار یم چې د ګډو امنیتي ګټو، د کډوالو د ساتنې او بیا میشتیدنې، بشري اړتیاوو، بشري حقونو او اقتصادي مسلو په اړه خبرې وکړي."

د یادونې ده، وېسټ په تېرو دوو کلونو کې څو ځلې د افغانستان په اړه بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کړي او وايي موخه یې موخه د افغانستان په اړه د یوه ګډ نړیوال لید رامنځته کول دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي