۰

اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۲۵ میلیونه یورو مرسته وکړه

چهارشنبه ۱۵ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۲
یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق اعلان کړی چې اروپايي ټولنې په افغانستان کې د تعلیمي تاسیساتو د بیارغونې لپاره ۲۵ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۲۵ میلیونه یورو مرسته وکړه
یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق اعلان کړی چې اروپايي ټولنې په افغانستان کې د تعلیمي تاسیساتو د بیارغونې لپاره ۲۵ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

دغه سازمان نن د لیندۍ ۱۵مه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دا پیسې به د ښوونځیو په زیربناوو، د ښوونیزو ټولګیو په بیارغونه، د ښوونیزو موادو او په ټول افغانستان کې د لومړنیو ښوونځیو د ښوونکو د روزنې په برخه کې ولګول شي.

د اعلامیې پر بنسټ، په دې پیسو به ۳۸۵ ښوونځي رغول کېږي.

یونیسف زیاته کړه، د افغانستان نږدې نیمایي ماشومان ښوونځي ته نه ځي او د هغو کسانو لپاره د زده کړې کیفیت په نړۍ کې تر ټولو ټیټ دی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي