۰

حنفي: ګاونډیان دې د افغانستان په ویرانۍ کې خپله آباد نه لټوي

چهارشنبه ۱۵ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۶
د طالبانو اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي وايي، ګاونډیان او نور هېوادونه دې خپله آبادي د افغانستان په ویرانۍ کې نه لټوي ځکه افغانستان د امریکا په تېر ۲۰ کلن اشغال کې سخت زیانمن شوی دی.
حنفي: ګاونډیان دې د افغانستان په ویرانۍ کې خپله آباد نه لټوي
د طالبانو اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي وايي، ګاونډیان او نور هېوادونه دې خپله آبادي د افغانستان په ویرانۍ کې نه لټوي ځکه افغانستان د امریکا په تېر ۲۰ کلن اشغال کې سخت زیانمن شوی دی.
 
حنفي نن د لیندۍ ۱۵ مه د افغانستان علومو اکاډمۍ کې د وینا پر مهال ویلي: افغانستان د امریکا د ۲۰ کلن اشغال څخه سخت زیانمن شوی دی او هغه پیسې چې هېواد ته راتلې د څو تنو جېبونو کې ته لوېدلې دي.
 
نوموړي ویلي، د طالبانو حکومت د افغانستان آبادي د هېڅ ګاونډي هېواد په ورانۍ کې نه غواړي او له هغوی هم ورته تمه لري، چې خپله آبادي د افغانستان په ورانۍ او تخریب کې ونه لټوي.
 
هغه وايي، په لومړۍ او دویمې نړیوالې جګړې کې د بې پرېتوب اصل ته په پام اسلامي امارت د یوه خپلواک او بې پرې هېواد په توګه به باقي پاتې وي او نه غواړي چې د هېڅ یوه ائتیلاف یا اړخ غړی شي.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي