۰

د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې ۴۵۰ نوي مخابراتي سایټونه پرانستل شول

پنجشنبه ۱۶ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۵
د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حقاني وايي، د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د ۴۵۰ نویو مخابراتي سایټونو پرانستل شول.
د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې ۴۵۰ نوي مخابراتي سایټونه پرانستل شول
د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حقاني وايي، د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د ۴۵۰ نویو مخابراتي سایټونو پرانستل شول.
 
د طالبانو ارګ نن د لیندۍ ۱۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د مولوي حقاني له قوله ویلي، د دغه سایټونو په جوړېدو ۱.۸۹ افغانۍ لګښت راغلی، چې په بشپړېدو سره به یې لرې پرتو ولایتونو کې خلک تلېفوني خدماتو ته لاس رسی و مومي.

ښاغلي حقاني و ویل، چې د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت د سیستم جوړونې برخه کې هم د پام وړ پرمختګ کړی دی.
 
دی وايي، د برېښنا ریاست د سیستم جوړول، د مرکزي احصایې، حج او اوقافو وزارت کې د حاجیانو د چارو مدیریت، په لوړو زده کړو وزارت د کې د محصلینو چارو د همغږۍ ریاست سیستم او په نورو ټولو وزارتونو او امارتي ادارو کې د مخابراتي سیستمونو جوړولو هغه کارونه دي، چې دې وزارت کړي دي.
 
جمهوخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي