۰

اسلام اباد کې د امریکا سفارت: پاکستان کې د افغان کډوالو دوسیو ته دوام ورکوو

پنجشنبه ۱۶ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۵
پاکستان کې د امریکا سفارت ویلي، د پناه غوښتونکو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې جولیتا والز نویس له پاکستاني چارواکو سره په لیدنه کې د افغان اتباعو د کډوالۍ د قضیو پر حلولو ټینګار کړی دی.
اسلام اباد کې د امریکا سفارت: پاکستان کې د افغان کډوالو دوسیو ته دوام ورکوو
پاکستان کې د امریکا سفارت ویلي، د پناه غوښتونکو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې جولیتا والز نویس له پاکستاني چارواکو سره په لیدنه کې د افغان اتباعو د کډوالۍ د قضیو پر حلولو ټینګار کړی دی.

دغه سفارت تېره شپه د لیندۍ ١٥مه، د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، جوليتا والس نويس له پاکستاني چارواکو سره د ليدنې پر مهال د مستحقو افغانانو د کډوالۍ د قضيو د حل په برخه کې د دواړو هېوادونو د همکاريو په اړه خبرې کړې دي.

بیان زیاته کړه، "موږ په فعاله توګه د ټولو ممکنه لارو لټون ته دوام ورکوو چې په پاکستان کې زموږ د کډوالو او مهاجرت ویزو ترلاسه کولو پروسه ګړندۍ کړي."

د اعلامیې پر بنسټ، نویس همدا راز له اسلام اباده غوښتي چې د هغو خبریالانو او هنرمندانو په ګډون د نورو ګواښل شویو کډوالو د ایستلو مخه ونیسي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له ۲۵۰۰۰ پخوانیو همکارانو سره پاکستان ته تښتېدلي دي.

د يادونې وړ ده، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال اسلام اباد ته د خپل سفر پر مهال د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت نړيوال سازمان او د سره صليب د نړيوالې کمېټې په ګډون د نړيوالو بنسټونو له چارواکو سره په پاکستان کې افغان کډوال په اړه وکتل او خبرې اترې يې وکړې.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي