۰

اوچا په افغانستان کې د روغتیا برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه

پنجشنبه ۲۶ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۲۵
اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په افغانستان کې د ۱۷،۹ میلیونو خلکو د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده.
اوچا په افغانستان کې د روغتیا برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه
اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په افغانستان کې د ۱۷،۹ میلیونو خلکو د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان نن پنجشنبې د سلواغې ۲۶مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې ۱۷،۹ میلیونه وګړو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره یې همکاران ۳۶۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د دغه سازمان د اعلامیې پر بنسټ، دغه مرستې په روان کال کې په افغانستان کې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي د ښه والي، د ناروغیو د خپرېدو پر وړاندې د چمتووالي او ځواب ویلو، د رواني روغتیا او رواني ټولنیز ملاتړ د خدمتونو د پیاوړتیا او په افغانستان کې د شدیدې خوارځواکۍ د مدیریت لپاره اړینې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د روغتیايي وضعیت د خرابېدو خبرداری ورکړی و.

د دغو موسسو په وینا د افغانستان د لرو پرتو سیمو اوسیدونکي روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی نه لري او دې ستونزې د ډیرو ناروغانو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي