۰

د افغان کډوالو یوه کښتۍ د پاناما په اوبو کې ډوبه شوې ده

شنبی ۲۸ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۹
د پاناما حکومت اعلان کړی چې د دغه هېواد په سواحلو کې یوه بېړۍ چې ډېری یې افغان کډوال پکې سپاره وو ډوبه شوې ده.
د افغان کډوالو یوه کښتۍ د پاناما په اوبو کې ډوبه شوې ده
د پاناما حکومت اعلان کړی چې د دغه هېواد په سواحلو کې یوه بېړۍ چې ډېری یې افغان کډوال پکې سپاره وو ډوبه شوې ده.

د پاناما د عامه امنیت وزارت ویلي، چې دا پېښه د چهارشنبې په ورځ (سلواغي ۲۵مه) شوې، چې په کې د دوو ښځو او یوه ماشوم په ګډون ۵ مسافر وژل شوي دي.

دغه وزارت زیاته کړه چې د دغې کښتۍ یو بل مسافر لادرکه دی او د هغه لټون دوام لري.

د خبرځاى د څرګندونو له مخې: د هوا خرابوالى د دغې پيښې سبب شوى دى.

باید وویل شي چې په پاناما کې د کارابین د سواحلو لاره امریکا ته د غیرقانوني مهاجرت یوه له لارو څخه ده.

جمهوخبری آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي