۰
د امریکا پخوانی سفیر:

د دوحې ناسته به د ځانګړي استازي له ټاکلو پرته بله پایله ونه لري

سی شنبه ۱ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۱
په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر جیمز کننګهم د دوحې د دویمې ناستې په اړه ویلي، چې دا ناسته به د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکلو پرته بله کومه پایله ونه لري.
د دوحې ناسته به د ځانګړي استازي له ټاکلو پرته بله پایله ونه لري
په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر جیمز کننګهم د دوحې د دویمې ناستې په اړه ویلي، چې دا ناسته به د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکلو پرته بله کومه پایله ونه لري.

ښاغلي کننګهم له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې طالبان نه دي بدل شوي او موږ په افغانستان کې د بل حکومت د جوړېدو تمه نه شو کولای.

نوموړي ویلي، چې طالبانو باید د دوحې په ناسته کې د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره بل ډول دریځ غوره کړی وای، خو داسې ونه شول.
د هغه په ​​وينا، نړيواله ټولنه له طالبانو څخه د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د منلو لپاره د فشار راوړلو لپاره څو لارې لري.

کننګهم همدا راز ټینګار کړی، چې که د افغانستان او سیمې ګاونډیان ورسره موافق وي، د دغه ډول استازي له ټاکلو سره د طالبانو مخالفت به له ستونزو سره مخ شي.

هغه خبرداری ورکړ چې د طالبانو انحصار به په اوږد مهال کې په افغانستان کې د بې ثباتۍ لامل شي.

په همدې حال کې د دوحې دویمه ناسته د یادو هېوادونو د ځانګړو استازو او د افغانستان د مدني ټولنې د څلورو غړو په ګډون پرون ماښام پای ته ورسېده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د دې غونډې د پایلو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې ټولو ګډونوالو په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو، بشري حقونو ته د درناوي او له ترهګرۍ سره پر مبارزې هوکړه وکړه.

نوموړي دا هم ویلي، چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په موخه به له طالبانو او د افغانستان د مدني ټولنې له غړو سره پراخې مشورې پیل کړي.

جمهورخبري آژانس

ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي