۰

د طالبانو اداري مرستیال د حزب اسلامي له مرستیال سره وکتل

چهارشنبه ۲ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۰
د طالبانو د ډلې اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د حزب اسلامي له مرستيال محمد امين کريم سره په کتنه کې وويل چې د فساد له منځه وړل او د خدمتونو وړاندې کول د دغې ډلې اصلي مسووليت دى.
د طالبانو اداري مرستیال د حزب اسلامي له مرستیال سره وکتل
د طالبانو د ډلې اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د حزب اسلامي له مرستيال محمد امين کريم سره په کتنه کې وويل چې د فساد له منځه وړل او د خدمتونو وړاندې کول د دغې ډلې اصلي مسووليت دى.

طالبانو د محمد امین کریم له قوله په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له کلونو ناامنیو او بې ثباتیو وروسته په ټول هېواد کې امنیت او ثبات ټینګ شوی او اداري فساد له منځه تللی دی.

مولوي حنفي همداراز ادعا وکړه، چې د امنیت تامین، د فساد له منځه وړل او په بېلابېلو برخو کې خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول د اسلامي امارت مسوولیتونه دي او مسوولین به یې د مخنیوي په برخه کې له هیڅ راز هڅو څخه ډډه ونه کړي.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د طالبانو د ډلې له بیا واک ته رسیدو سره په دغه هیواد کې ستونزې څو چنده شوي دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي