۰

افغانستان کې په یوه میاشت کې ۱۶۰ زره کسان په تنفسي ناروغۍ اخته شوي

چهارشنبه ۲ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۱
یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق وايي چې په تېره یوه میاشت کې په افغانستان کې د تنفسي ناروغۍ ۱۶۰ زره پېښې ثبت شوې دي.
افغانستان کې په یوه میاشت کې ۱۶۰ زره کسان په تنفسي ناروغۍ اخته شوي
یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق وايي چې په تېره یوه میاشت کې په افغانستان کې د تنفسي ناروغۍ ۱۶۰ زره پېښې ثبت شوې دي.
دې سازمان یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي چې د دغو ناروغانو ۶۲ سلنه یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.

یونیسف زیاته کړه چې دغه احصایه د تیر کال د همدې وخت په پرتله ۱۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

ډیره سړه او ککړتیا په افغانستان کې د شدید تنفسي ناروغۍ اصلي لاملونه دي.

خو یونیسف زیاته کړه، چې په افغانستان کې د تنفسي ناروغیو د زیاتوالي د مخنیوي په موخه یې د نړیوال بانک په مرسته روغتیايي مرکزونو ته طبي توکي او انټيپایریک مواد استولي دي.

دغه بنسټ دا هم ویلي چې د نړیوال بانک او د اسیا پراختیايي بانک په همکارۍ د ۲۴۰۰ مرکزونو د فعالیت لګښت او د ۲۷ زره روغتیايي کارکوونکو معاشونه ورکوي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي