۰

طالبانو له نجونو غوښتي چې په روغتیايي انستېتیوتونو کې نوم لیکنه وکړي

چهارشنبه ۲ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۹
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په ۱۱ ولایتونو کې له نجونو غوښتي چې په روغتیايي موسسو کې نوم لیکنه وکړي.
طالبانو له نجونو غوښتي چې په روغتیايي انستېتیوتونو کې نوم لیکنه وکړي
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په ۱۱ ولایتونو کې له نجونو غوښتي چې په روغتیايي موسسو کې نوم لیکنه وکړي.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په روغتیايي بنسټونو کې د نجونو د نوم لیکنې بهیر د چنګاښ په لومړۍ نېټه پیل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له څه باندې دوو کلونو راهیسې پر نجونو ښوونځیو ته د تګ بندیز لګولی او اوس له دولسم ټولګي څخه فارغې نجونې غواړي چې د ښوونځي له درسونو پرته د عامې روغتیا په موسسو کې شاملې شي.

طالبانو په کاپیسا، پروان، پنجشیر، میدان وردګو، غزني، پکتیکا، لوګر، خوست، بدخشان، بامیان او پکتیا ولایتونو کې د عامې روغتیا ریاستونو ته امر کړی چې د ښځینه محصلینو د نوم لیکنې بهیر پیل کړي.

د اعلامیې پر بنسټ، د کانکور ازموینې لومړی پړاو به د راتلونکې اونۍ د یکشنبې په ورځ واخیستل شي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي