۰

سمنګان کې ترافیکي پېښه ۹ تنه مړه او ټپیان شول

چهارشنبه ۲ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۲
په سمنګانو کې د روغتون سرچينې تاييدوي چې په سمنګانو کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ٩ تنه مړه او ټپيان شوي دي.
سمنګان کې ترافیکي پېښه ۹ تنه مړه او ټپیان شول
په سمنګانو کې د روغتون سرچينې تاييدوي چې په سمنګانو کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ٩ تنه مړه او ټپيان شوي دي.

دغه پېښه پرون د کب اوله د سمنګان ولايت د ډبرو سکرو په بازار کې هغه مهال رامنځته شوه، چې يو سراچه ډوله موټر له يوه پاسو ډوله موټر سره ټکر وکړ.

د سمنګان د ولایتي روغتون ډاکټران وايي، چې دغه روغتون ته ۷ مړي او دوه ټپیان وروړل شوي دي.

ویل شوي، چې په دې پېښه کې په وژل شویو کې پنځه نارینه او دوه ښځې شاملې دي.

ډاکترانو هم په دې پيښه کې د ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.

ويل کيږي چې دغه پيښه د چلوونکو د بې احتياطۍ او ګړنديتوب له امله رامنځته شوې ده.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي