۰
ګوترش:

د افغانستان د بشري ناورین لپاره د غوښتل شوې بودیجې یوازې ۳ سلنه برابرې شوې دي

چهارشنبه ۲ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۱
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وايي، په افغانستان کې د بشري ناورین لپاره د غوښتل شوې بودیجې یوازې درې سلنه ځانګړې شوې ده.
د افغانستان د بشري ناورین لپاره د غوښتل شوې بودیجې یوازې ۳ سلنه برابرې شوې دي
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وايي، په افغانستان کې د بشري ناورین لپاره د غوښتل شوې بودیجې یوازې درې سلنه ځانګړې شوې ده.

ښاغلي ګوتریش د سه شنبې په ورځ کب اوله په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د افغانستان شاوخوا نیمايي نفوس سږکال بشري مرستو ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه، "ډیری افغانان بې وزله دي، د خپل خوراک د برابرولو په برخه کې مبارزه کوي، او زده کړې، روغتیا پاملرنې او کار ته له لاسرسي پرته ژوند کوي."

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.

که څه هم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له خوا د غوښتل شوي مرستو کره اندازه معلومه نه ده؛ خو د دغه سازمان اړوندو بنسټونو د افغانستان په ګډون په درېيو هېوادونو کې له سخت بشري ناورين سره د مقابلې لپاره د څه باندې سل ميليونو ډالرو عاجلو مرستو غوښتنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي