۰

یونما: د هرات د زلزله ځپلو سیمو پر بیارغونه ۴۰۲ میلیونه ډالره لګښت راځي

پنجشنبه ۳ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۷
یوناما یا د ملګرو ملتونو د نمایندګۍ دفتر وايي، د هرات د زلزله ځپلو سیمو پر بیارغونه به څه باندې ۴۰۲ میلیونه ډالره لګښت راشي.
یونما: د هرات د زلزله ځپلو سیمو پر بیارغونه ۴۰۲ میلیونه ډالره لګښت راځي
یوناما یا د ملګرو ملتونو د نمایندګۍ دفتر وايي، د هرات د زلزله ځپلو سیمو پر بیارغونه به څه باندې ۴۰۲ میلیونه ډالره لګښت راشي.

دغه دفتر د چهار شنبې په ورځ د حوت په دوهمه نېټه د يوه راپور په خپرولو سره وويل چې د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې، نړيوال بانک، اروپايي ټولنې او اسلامي پراختيايي بانک د ګډې ارزونې د بنسټ له مخې، د افغانستان د هرات زلزله ځپلې سیمې د بيارغونې لپاره ۴۰۲.۹ ميليون ډالرو ته اړتيا ده.

راپور زیاتوي، دا ارزونه په هرات کې د زلزلې د ویجاړونکو اغیزو هر اړخیز تحلیل وړاندې کوي، چې په کې نهه ولسوالۍ شاملې دي چې شاوخوا 2.2 میلیونه نفوس لري.

د راپور له مخې، "د زیانونو او بیارغونې اړتیاو د معاینې سربیره، دا ارزونه پراخ لوی اقتصادي او بشري اغیزې هم څیړي او د بیارغونې د جامع چوکاټ لپاره اصول وړاندیز کوي."

په راپور کې راغلي چې د هرات زلزلې ۲۷۵ زره کسان اغیزمن کړي چې ۱۷۳۵۸ امیندواره ښځې، ۱۷۱۴۶ ماشومان، ۳۹۷۶ ناروغان او ۱۴۷ زره یې له ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان دي.

د راپور له مخې، دغې زلزلې د زلزلې ځپلو سيمو ته ٢١٧ ميليونه ډالره مستقيم زيان او ٧٨،٩ ميليونه ډالره نور زيانونه اړولي دي.

راپور زیاتوي چې په دې زلزله کې د کور جوړونې سکتور ته تر ټولو زیات زیان رسېدلی او د بیارغونې لپاره د غوښتل شوې بودیجې ۴۱ سلنه (۱۶۴.۴ میلیونه ډالره) تخصیص شوي دي.

په دغه راپور کې راغلي چې د هرات زلزلې ۴۹۵۷۸ کورونه زیانمن کړي چې له دې جملې څخه ۱۳۵۱۶ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې دغه زلزله د روان کال د ميزان په مياشت کې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د رېختر په کچه د رېښتر په کچه د ٦،٣ درجې زلزله شوې وه.

په دې زلزله کې شاوخوا پنځه زره کسان مړه او ژوبل شول.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي