۰

نامعلومو کسانو په هرات کې د یوه خصوصي ښوونځي مدیر وژلی دی

پنجشنبه ۳ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۳
په هرات کې د خلکو سرچینې وايي چې نامعلومو وسله والو په دغه ولایت کې د یوه خصوصي ښوونځي مدیر په ډزو وژلی دی.
نامعلومو کسانو په هرات کې د یوه خصوصي ښوونځي مدیر وژلی دی
په هرات کې د خلکو سرچینې وايي چې نامعلومو وسله والو په دغه ولایت کې د یوه خصوصي ښوونځي مدیر په ډزو وژلی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ د هرات ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند د نظامي قول اردو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

ويل کيږي چې په دې پيښه کې دوو تنو وسله والو کسانو چې مخونه يې پوښلي وو د "روښان زمريان" په نامه خصوصي ښوونځي بريد وکړ او د زده کوونکو او نورو ښوونکو په مخ کې يې پر مدير ډزې وکړې.

د دې پېښې انګېزه تر اوسه معلومه نه ده.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي