۰

طالبان: د دوحې په ناسته کې زموږ غوښتنو ته پام نه کول غیر عادلانه وو

پنجشنبه ۳ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۲
د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې له یو شمېر ځوانانو سره په لیدنه کې ویلي، چې د دوحې په غونډه کې زموږ پر غوښتنو غور نه دی شوی.
طالبان: د دوحې په ناسته کې زموږ غوښتنو ته پام نه کول غیر عادلانه وو
د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې له یو شمېر ځوانانو سره په لیدنه کې ویلي، چې د دوحې په غونډه کې زموږ پر غوښتنو غور نه دی شوی.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په تېر حکومت کې د حکومت واک د هغو ځوانانو په لاس کې و، چې له غرب څخه راستانه شوي وو، چې نه له افغاني ارزښتونو او اسلامي احکامو خبر وو او نه هم ملي ګټو ته وفادار وو. .

د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل، چې نه یوازې هغه ځوانان چې له ښوونځیو فارغ شوي، بلکې د افغانستان ټولو ځوانانو په تېرو ديارلسو کلونو کې ډېرې قربانۍ ورکړي، په فعاله توګه يې جګړه کړې او نن ورځ تر ټولو ډېر ځوانان په اسلامي امارت کې فعاله ونډه لري.

نوموړي و و یل، نن په ټول هېواد کې امنيت دى، فساد ختم شوى او په هېواد کې يو خپلواک نظام حاکم دى، چې هلته قومي، ژبني او سمتي تعصبونو او توپيرونو ته هېڅ ځاى نشته او د وړتيا او پوهې پر بنسټ ګومارنې کېږي.

د طالبانو سیاسي مرستیال زیاته کړه، چې د طالبانو امارت له نړۍ سره خپلې اړیکې د متوازنې پالیسۍ له مخې تنظیموي او اوس په بهرني سیاست کې ډېرې لاسته راوړنې لري.

دغه غوښتونکی د دوحې غونډې ته په اشارې سره وویل چې د دوحې په غونډه کې د دغې ډلې د امارت غوښتنو ته پام نه کول معقول او د ملی ګټو پر بنسټ یوه غیر عادلانه پریکړه وه.

جمهورخبري آژانس



ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي