د کاناډا د کډوالو چارو وزارت اعلان کړی چې له پاکستانه یې ۲۷۳ افغان کډوال دغه هېواد ته لېږدولي دي.
دغه وزارت نن چهارشنبه د کب په ۳مه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه کسان له پاکستان څخه د یوې چارترې الوتکې په واسطه د کاناډا هیواد وینکوور ته ولېږدول شول.
د اعلان پر بنسټ، نوي کډوال به په ټول کاناډا کې په ۲۷ ځایونو کې میشت شي.
په همدې حال کې کاناډا لا دمخه اعلان کړی چې د ۴۰ زره افغان مهاجرینو د منلو هدف ته رسیدلي دي.
جمهورخبري آژانس