د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بوسټن پوهنتون په همکارۍ د افغان ښځو د ځواکمنتیا په موخه د «افغان ښځو د اقتصادي مقاومت ایتلاف» تر سرلیک لاندې غونډه جوړوي.
دغه وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې دا غونډه به د روانې اونۍ د کب په اتمه نېټه په واشنګټن کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په مرکزي دفتر کې جوړه شي.
د اعلاميې پر بنسټ، په دې غونډه کې به د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن او د افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقونو لپاره د دغه هېواد ځانګړې استازې رينا اميري وينا وکړي.
ویل کیږي چې په دې غونډو کې به د افغان میرمنو او نجونو د ملاتړ په بیلابیلو اړخونو تمرکز وشي، چې د تعلیم، کارموندنې، متشبثینو او د هراړخیز ملاتړ سیسټمونو په ګډون به بحث وشي.
د بوستون پوهنتون وویل، "ګډون کوونکي به د [طالبانو] د تبعیضي پالیسیو له امله د ننګونو سره سره د افغان میرمنو د پیاوړتیا په موخه نوښتګر شراکتونه او نوښتونه وپلټي."
پوهنتون زیاته کړه چې "د افغان میرمنو د اقتصادي مقاومت ایتلاف ژمنه کوي چې د ښکیلو اړخونو لپاره به د نظرونو د تبادلې، غوره عملونو شریکولو او د افغان میرمنو او نجونو د اقتصادي انعطاف د ودې په برخه کې د همکارۍ فرصتونو لټولو لپاره یو ارزښتناکه پلیټ فارم وي."
د یادونې وړ ده چې د افغان ښځو د اقتصادي مقاومت ایتلاف په ۲۰۲۲ کال کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن له خوا د افغان ښځو د اقتصادي حقونو د پیاوړتیا او هوساینې په هدف جوړ شو.
دا ایتلاف یو عامه-خصوصي مشارکت دی چې غونډې یې د بوستون پوهنتون د نړیوال مطالعاتو د فریډریک ایس پردي ښوونځي په همکارۍ ترسره کیږي.
جمهورخبري آژانس