۰

امریکايي چارواکي: له افغانستانه بهر د داعش له حملې اندېښمن یو

شنبی ۵ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۳
د داعش پر وړاندې په نړیوال ایتلاف کې د امریکا د ځانګړي استازي مرستیال ایان مکري وايي، سپینه ماڼۍ د افغانستان له پولو بهر د داعش د خراسان څانګې د حملې په اړه اندېښمنه ​​ده.
امریکايي چارواکي: له افغانستانه بهر د داعش له حملې اندېښمن یو
د داعش پر وړاندې په نړیوال ایتلاف کې د امریکا د ځانګړي استازي مرستیال ایان مکري وايي، سپینه ماڼۍ د افغانستان له پولو بهر د داعش د خراسان څانګې د حملې په اړه اندېښمنه ​​ده.

مکري ټینګار وکړ چې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونه څاري او له دغې ډلې سره د مبارزې لپاره یې له طالبانو سره منظم تماسونه ساتلي دي.

هغه چې د داعش د ماتې لپاره د نړیوال ائتلاف په دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره لندن ته تللی، د جمعې په ورځ له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د داعش خراسان څانګې تر ډېره په سیمه کې د امریکا پام ځان ته اړولی دی.

د هغه په ​​وينا، داعش خراسان هڅه کوي چې د افغانستان له پولو بهر بريدونه وکړي.

مکري همداراز د لندن د غونډې په اړه وویل چې د دغې غونډې هدف د داعش د تبلیغاتو او د دغې ډلې له خوا د زیانمنو کسانو د استخدام مخنیوی دی.
 
باید وویل شي، چې د داعش د ماتولو لپاره نړیوال ایتلاف په ۲۰۱۴ کال کې جوړ شوی او ۸۷ هېوادونه یې غړي دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي