۰

د سره صلیب نړیوالې کمېټې له افغانستان سره د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ

سی شنبه ۸ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۵
د افغانستان لپاره د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشر د طالبانو له سیاسي مرستیال سره کتلي او ویلي یې دي چې له افغانستان سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې له افغانستان سره د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ
د افغانستان لپاره د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشر د طالبانو له سیاسي مرستیال سره کتلي او ویلي یې دي چې له افغانستان سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن (سه شنبه، د کب ۸) په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې له مشرې میرمن کترینا ریتز سره یې لیدلي دي. د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی.

مېرمن ریتز په افغانستان کې د ماین پاکۍ، خوراکي توکو، درملو، اوبو رسولو او خدماتو په برخو کې خپل اوږدمهاله حضور ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دوی اوس مهال د ظرفیت لوړونې او روزنې په ځینو پروژو کار کوي چې د حکومت په همغږۍ ترسره کېږي. 

د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د بشري فعالیتونو د خوندیتوب ډاډ ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي