د روسیې دفاع وزیر سرګي شایګو وايي، د منځنۍ اسیا هېوادونو ته اصلي ګواښ له افغانستانه دی.
شایګو د سې شنبې په ورځ (د کب ۸) د روسیې په دفاع وزارت کې په یوه غونډه کې وویل چې په منځنۍ اسیا کې وضعیت لا هم پېچلی دی او اصلي ګواښ له افغانستانه دی.
د روسیې تاس خبري اژانس د دغه هېواد د دفاع وزیر له قوله راپور ورکړی چې داعش تېر کال د خپلو وسله والو ځواک ۱۵ سلنه زیات کړی دی.
شیګو وویل چې داعش هڅه کوي په منځنۍ اسیا کې افراطي افکارو ته لمن ووهي او د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان (CSTO) په جنوبي سرحدونو کې تخریبي فعالیتونه ترسره کړي.
هغه زیاته کړه، "د دوی اصلي هدف د ډله ایز امنیت تړون سازمان په جنوبي سرحدونو کې د افراطي نظریاتو خپرول او تخریبي فعالیتونه ترسره کول دي."
د روسیې د دفاع وزیر ویلي دي چې د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د مخدره موادو د قاچاق د زیاتیدو اټکل هم کیږي.
تر دې مخکې د روسیې د ملي امنیت شورا منشي نیکولای پاتروشیف ویلي وو چې په افغانستان کې له ۲۳ زره وسله والو سره ۲۰ ترهګریز سازمانونه شتون لري.
جمهورخبري آژانس