۰

سمنګان کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه؛ ۵ تنه مړه او ټپیان شول

چهارشنبه ۹ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۹
د سمنګان ولایت سیمه ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په مرکز ایبک ښار کې د دوو کورنیو ترمنځ د فزیکي شخړې په پایله کې ۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سمنګان کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه؛ ۵ تنه مړه او ټپیان شول
د سمنګان ولایت سیمه ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په مرکز ایبک ښار کې د دوو کورنیو ترمنځ د فزیکي شخړې په پایله کې ۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د کب په ٨مه، د دوو کورنيو د غړو تر منځ له لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده.

ویل کیږي، چې د دوو کورنیو غړو د سړو وسلو (چاقو) په کارولو یو پر بل ډزې کړي، چې له امله یې یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې د وژنې په تور د وسله والو طالبانو له خوا نيول شوى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ټپيان هم روغتون ته لېږدول شوي او د يو تن روغتيايي حالت نازک ښودل شوى دى.

تر اوسه د دغې نښتې لامل او انګیزه نه ده معلومه شوې.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي