۰

میلر: د امریکايي اتباعو نیول له طالبانو سره د اړیکو مخه نیسي

پنجشنبه ۱۰ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۹
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر وايي، د دغه هېواد د اتباعو نیول له طالبانو سره د اړیکو په لاره کې یو مهم خنډ دی.
میلر: د امریکايي اتباعو نیول له طالبانو سره د اړیکو مخه نیسي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر وايي، د دغه هېواد د اتباعو نیول له طالبانو سره د اړیکو په لاره کې یو مهم خنډ دی.

ښاغلي میلر تېره شپه په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د امریکايي اتباعو نیول له طالبانو سره د امریکا د مثبتو اړیکو په لاره کې یو مهم خنډ دی.

هغه اشاره وکړه چې "د امریکا حکومت په دوامداره توګه د طالبانو له استازو سره په خپلو ناستو کې په افغانستان کې د نیول شویو امریکایانو په سمدستي او غیر مشروطه خوشې کولو ټینګار کړی دی."

میلر د دغو بندیانو په اړه نور جزئیات ورنه کړل.

خو تر اوسه د طالبانو له خوا پر دوی د لګېدلو تورونو کره شمېره نه ده معلومه.

خو؛ یوازې د راین کاربیټ په نوم د یوه امریکايي تبعه د نیولو خبر خپور شوی دی.

تر دې مخکې وال سټریټ ژورنال د یوه امریکايي چارواکي په حواله راپور ورکړی و چې طالبانو د ریان کاربیټ د خوشې کېدو په بدل کې د محمد رحیم الافغاني چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې په ګوانتانامو زندان کې دی، د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي