په پنجشېر کې عامه سرچينې وايي، چې د دغه ولايت دوه اوسېدونکي د طالبانو له خوا نيول شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د پنجشېر ولايت دغه دوه اوسېدونکي چې محمدجان او فهيم نومېږي، د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ د عناب ولسوالۍ له "زمان کور" سيمې څخه نيول شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې طالبانو دغه دوه کسان د نيولو پر مهال سخت ووهل.
تر اوسه د دغو دوو کسانو د نیولو لامل نه دی څرګند؛ خو طالبانو له څه باندې دوو کلونو راهیسې د مقاومت له جبهې سره د همکارۍ په تور د پنجشیر اوسېدونکي نیولي، شکنجه کړي او حتی ورک کړي دي.
جمهورخبري آژآنس