۰

سپینه ماڼۍ: هڅه کوو چې طالبان د دوحې تړون ته پابند پاتې شي

پنجشنبه ۱۰ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۱۵
د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړې د لاسلیک له څلورمې کلیزې سره سم د سپینې ماڼۍ ویاندې کارن ژان پییر وايي، هېواد یې هڅه کوي چې طالبان دې هوکړې ته ژمن پاتې شي.
سپینه ماڼۍ: هڅه کوو چې طالبان د دوحې تړون ته پابند پاتې شي
د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړې د لاسلیک له څلورمې کلیزې سره سم د سپینې ماڼۍ ویاندې کارن ژان پییر وايي، هېواد یې هڅه کوي چې طالبان دې هوکړې ته ژمن پاتې شي.

ژان پییر د کب په نهمه نېټه په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، دې تړون طالبانو ته واک ورکړ، په افغان حکومت کې یې زموږ شریکان کمزوري کړل او [امریکا] ژمنه وکړه چې څو میاشتې وروسته به خپل ځواکونه وباسي. د ولسمشر بایډن پرانسته.

هغه همداراز زیاته کړه چې طالبانو د دوحې په تړون کې خپل مسوولیتونه نه دي پوره کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند په افغانستان کې د یوه جامع سیاسي نظام د رامنځ ته کولو په موخه په بین الافغاني خبرو کې د ګډون لپاره د طالبانو د ژمنو نه عملي کیدو ته په اشارې سره وویل، امریکا هڅه کوي چې طالبان خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ مه د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال لاسلیک شو.

دغه تړون د امریکايي ځواکونو د خوندي وتلو زمینه برابره کړه. له بلې خوا طالبانو هم ژمنه کړې چې له داعش او القاعدې سره به اړیکې پرې کړي.

خو؛ له دوو کلونو راهیسې، ملګرو ملتونو په دوامداره توګه راپور ورکړی چې د طالبانو او القاعدې ترمنځ اړیکې پیاوړې شوې دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي