د بغلان یو سیمه ییز هنرمند ساحل عرب د طالبانو تر شکنجو لاندې

13 حوت 1402 ساعت 10:10

د بغلان سیمه ییزو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې طالبانو څلور میاشتې وړاندې د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې یو سیمه ییز سندرغاړی نیولی و.


د بغلان سیمه ییزو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې طالبانو څلور میاشتې وړاندې د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې یو سیمه ییز سندرغاړی نیولی و.

سرچينې زياته کړې، چې وحشي ډلې په زندان کې ځايي هنرمند شکنجه کړى او د وهلو ټکولو له امله يې لاس مات شوى دى.

طالبانو ښاغلی عرب په پلخمري ښار کې له خپل کور څخه نیولی دی.

که څه هم طالب چارواکو د ساحل عرب د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې طالبانو دغه هنرمند په مجلس کې د سندرو ویلو په تور نیولی دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 169570

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/169570/

جمهور
  https://www.jomhornews.com