د بغلان سیمه ییزو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې طالبانو څلور میاشتې وړاندې د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې یو سیمه ییز سندرغاړی نیولی و.
سرچينې زياته کړې، چې وحشي ډلې په زندان کې ځايي هنرمند شکنجه کړى او د وهلو ټکولو له امله يې لاس مات شوى دى.
طالبانو ښاغلی عرب په پلخمري ښار کې له خپل کور څخه نیولی دی.
که څه هم طالب چارواکو د ساحل عرب د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې طالبانو دغه هنرمند په مجلس کې د سندرو ویلو په تور نیولی دی.
جمهورخبري آژانس