په پکتيا کې دچاودنې له امله شپږ تنه ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

14 حوت 1402 ساعت 9:29

پکتيا کې سيمه ييزې سرچينې وايي چې په دې ولايت کې دجګړې څخه دپاتې شويو جنګي وسايلو دچاودنې له امله شپږ ماشومان وژل شوي او ټپيان دي.


پکتيا کې سيمه ييزې سرچينې وايي چې په دې ولايت کې دجګړې څخه دپاتې شويو جنګي وسايلو دچاودنې له امله شپږ ماشومان وژل شوي او ټپيان دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا پېښه تېره ورځ د پکتيا په جاني خېلو ولسوالۍ کې رامنځته شوې، چې له امله يې دوه ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

سرچينې زياته کړې، چې وژل شوي ټول د يوې کورنۍ غړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له جګړې څخه پاتې چاودېدونکي توکي تل په هېواد کې د ماشومانو ژوند اخلي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 169597

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/169597/

جمهور
  https://www.jomhornews.com