پکتيا کې سيمه ييزې سرچينې وايي چې په دې ولايت کې دجګړې څخه دپاتې شويو جنګي وسايلو دچاودنې له امله شپږ ماشومان وژل شوي او ټپيان دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا پېښه تېره ورځ د پکتيا په جاني خېلو ولسوالۍ کې رامنځته شوې، چې له امله يې دوه ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
سرچينې زياته کړې، چې وژل شوي ټول د يوې کورنۍ غړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له جګړې څخه پاتې چاودېدونکي توکي تل په هېواد کې د ماشومانو ژوند اخلي.
جمهورخبري آژانس