اوچا: په افغانستان کې ۵۲ سلنه اړمنې ښځې او نجونې دي

20 حوت 1402 ساعت 15:11

اوچا یا د بشري مرستو د هماهنګۍ دفتر وايي، په افغانستان کې ۵۲ سلنه هغو کسانو چې مرستو ته اړتیا لري ښځې او نجونې دي.


اوچا یا د بشري مرستو د هماهنګۍ دفتر وايي، په افغانستان کې ۵۲ سلنه هغو کسانو چې مرستو ته اړتیا لري ښځې او نجونې دي.

دغه سازمان نن یکشنبې د کب ۲۰مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې به د ۲۳،۷ میلیونو انسانانو بشري مرستو ته اړتیا ولري چې ۵۲ سلنه به یې ښځې او نجونې وي.

اوچا زیاته کړه، چې په ۲۰۲۳ کال کې پر ۸ میلیونو نجونو او ۹،۲ میلیونو ښځو مرستې وېشل شوې دي.

دغه سازمان په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د نړیوال ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د دغه سازمان په وینا، افغان ښځې او نجونې په دغه هېواد کې د بشري ناورین تر ټولو زیاتې اغېزې لري.

جمهور خبري آژانس


د مطلب کود: 169866

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/169866/

جمهور
  https://www.jomhornews.com