اوچا یا د بشري مرستو د هماهنګۍ دفتر وايي، په افغانستان کې ۵۲ سلنه هغو کسانو چې مرستو ته اړتیا لري ښځې او نجونې دي.
دغه سازمان نن یکشنبې د کب ۲۰مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې به د ۲۳،۷ میلیونو انسانانو بشري مرستو ته اړتیا ولري چې ۵۲ سلنه به یې ښځې او نجونې وي.
اوچا زیاته کړه، چې په ۲۰۲۳ کال کې پر ۸ میلیونو نجونو او ۹،۲ میلیونو ښځو مرستې وېشل شوې دي.
دغه سازمان په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د نړیوال ملاتړ غوښتنه کړې ده.
د دغه سازمان په وینا، افغان ښځې او نجونې په دغه هېواد کې د بشري ناورین تر ټولو زیاتې اغېزې لري.
جمهور خبري آژانس