په فارياب کې يوه ځوانه ښځه دخپل ورور له خوا ووژل شوه

27 حوت 1402 ساعت 9:58

په فاریاب ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې یوه ځوانه ښځه د خپل ورور له خوا وژل شوې ده.


په فاریاب ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې یوه ځوانه ښځه د خپل ورور له خوا وژل شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د وږي په ٢٦مه د دغه ولايت د المار ولسوالۍ په فتح اباد کلي کې د يوه ورور او خور تر منځ له لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې د دې مېرمنې ورور له لفظي شخړې وروسته پر خپله خور د چاقو بريد کړى او وژلى يې دى.

ويل کيږي چې تورن کس له سيمې تښتيدلى دى.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 170083

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170083/

جمهور
  https://www.jomhornews.com