په فاریاب ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې یوه ځوانه ښځه د خپل ورور له خوا وژل شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د وږي په ٢٦مه د دغه ولايت د المار ولسوالۍ په فتح اباد کلي کې د يوه ورور او خور تر منځ له لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې د دې مېرمنې ورور له لفظي شخړې وروسته پر خپله خور د چاقو بريد کړى او وژلى يې دى.
ويل کيږي چې تورن کس له سيمې تښتيدلى دى.
جمهورخبري آژانس