د هېواد نامتو سندرغاړی استاد الفت ومړ

28 حوت 1402 ساعت 9:40

د افغانستان د وتلي سندرغاړي استاد الفت کورنۍ د هغه د مړینې خبر ورکړی دی.


د افغانستان د وتلي سندرغاړي استاد الفت کورنۍ د هغه د مړینې خبر ورکړی دی.

د استاد الفت زوی قیس الفت اعلان کړی، چې پلار یې تېره شپه په کاناډا کې د کب میاشتې په ۲۷مه وفات شو.

استاد الفت اهنګ چې د کابل په خرابات سیمه کې زېږېدلی، ډېر کلونه په کاناډا کې اوسېدل.

هغه د خپل پلار، موسیقۍ څخه زده کړه وکړه.

استاد الفت اهنګ د خپل څو لسیزو هنري فعالیتونو په لړ کې لسګونه هنري اثار جوړ کړي او یو ځل یې په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان د پخواني حکومت له خوا د خپلو فعالیتونو په اعتراف د میر مسجدي خان مډال ترلاسه کړ.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 170133

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170133/

جمهور
  https://www.jomhornews.com