د افغانستان د وتلي سندرغاړي استاد الفت کورنۍ د هغه د مړینې خبر ورکړی دی.
د استاد الفت زوی قیس الفت اعلان کړی، چې پلار یې تېره شپه په کاناډا کې د کب میاشتې په ۲۷مه وفات شو.
استاد الفت اهنګ چې د کابل په خرابات سیمه کې زېږېدلی، ډېر کلونه په کاناډا کې اوسېدل.
هغه د خپل پلار، موسیقۍ څخه زده کړه وکړه.
استاد الفت اهنګ د خپل څو لسیزو هنري فعالیتونو په لړ کې لسګونه هنري اثار جوړ کړي او یو ځل یې په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان د پخواني حکومت له خوا د خپلو فعالیتونو په اعتراف د میر مسجدي خان مډال ترلاسه کړ.
جمهورخبري آژانس