فارياب کې د کوچيانو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ شخړه؛ ۱۱ تنه ټپیان شوي

29 حوت 1402 ساعت 10:41

د فاریاب سیمه ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د کوچیانو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ د نښتې په پایله کې ۱۱ تنه ټپیان شوي دي.


د فاریاب سیمه ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د کوچیانو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ د نښتې په پایله کې ۱۱ تنه ټپیان شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه شخړه د وږي په ٢٨مه، د فارياب د پښتونکوټ ولسوالۍ د "ګولدرې" سيمې د اوسېدونکو، چې ډېرى يې کوچيان دي او د "چمق" په نوم رامنځته شوې دي.

سرچینه زیاتوي، چې دغه نښته د واښو پر سر شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ٥ کورونه سوځېدلي او ١١ کسان ټپيان شوي دي.

ویل کیږي چې د ګلدرې سیمې اوسیدونکي چې کوچیان دي د طالبانو ملاتړي دي.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 170179

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170179/

جمهور
  https://www.jomhornews.com