د فاریاب سیمه ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د کوچیانو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ د نښتې په پایله کې ۱۱ تنه ټپیان شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه شخړه د وږي په ٢٨مه، د فارياب د پښتونکوټ ولسوالۍ د "ګولدرې" سيمې د اوسېدونکو، چې ډېرى يې کوچيان دي او د "چمق" په نوم رامنځته شوې دي.
سرچینه زیاتوي، چې دغه نښته د واښو پر سر شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ٥ کورونه سوځېدلي او ١١ کسان ټپيان شوي دي.
ویل کیږي چې د ګلدرې سیمې اوسیدونکي چې کوچیان دي د طالبانو ملاتړي دي.
جمهورخبري آژانس