ویسټ د افغانستان په اړه د هند او متحده عربي اماراتو له چارواکو سره خبرې کوي

29 حوت 1402 ساعت 12:31

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ هند او متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر د پیل اعلان کړی او د افغانستان په اړه یې خبرې کړې دي.


د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ هند او متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر د پیل اعلان کړی او د افغانستان په اړه یې خبرې کړې دي.

ښاغلي ویسټ تېره شپه د کب په ۲۸ مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې نوموړی به د دغه سفر په ترڅ کې د هند او متحده عربي اماراتو له چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

ده وویل چې دا سفر به روانه اونۍ ترسره شي.

ویسټ د دغه سفر موخه د افغانستان له خلکو سره د همکارۍ په برخه کې له امريکايي شريکانو سره ليدنه وبلله.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 170194

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170194/

جمهور
  https://www.jomhornews.com