د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ هند او متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر د پیل اعلان کړی او د افغانستان په اړه یې خبرې کړې دي.
ښاغلي ویسټ تېره شپه د کب په ۲۸ مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې نوموړی به د دغه سفر په ترڅ کې د هند او متحده عربي اماراتو له چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.
ده وویل چې دا سفر به روانه اونۍ ترسره شي.
ویسټ د دغه سفر موخه د افغانستان له خلکو سره د همکارۍ په برخه کې له امريکايي شريکانو سره ليدنه وبلله.
جمهورخبري آژانس