د طالبانو اقتصادي مرستيال په ارګ کې نيالګي کېښودل

2 حمل 1403 ساعت 13:04

ملا عبدالغنی برادر معاون اقتصادی گروه طالبان با غرس یک نهال از شهروندان کشور خواسته که در مناطق خود نهال‌ را غرس و در نگهداری آن توجه نمایند.


د طالبانو د ډلې اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د نيالګيو په ايښودلو سره له هېوادوالو وغوښتل چې په خپلو سيمو کې نيالګي کېنوي او ساتنې ته يې پام وکړي.

د ملا عبدالغني برادر مطبوعاتي دفتر نن پنشنبې د وري ٢مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ملا برادر د کابل ښار په مربوطاتو کې د نيالګيو ايښودلو پر مهال له کابل ښاريانو وغوښتل، چې نيالګي کېنوي او ساتنه یې وکړي.


ملا برادر وويل،د نيالګيو ايښودل له يوې خوا د هېواد ښکلا او له بلې خوا زموږ د چاپېريال په پاک ساتلو کې مرسته کوي، چې دواړه زموږ د ګرانو هېوادوالو پر روغتيا مثبت اغېز لري.

طالبانو ویلي چې سږ کال به په کابل کې دوه میلیونه تولیدي او غیر تولیدي نیالګي کېنوي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 170260

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170260/

جمهور
  https://www.jomhornews.com