د طالبانو د ډلې اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د نيالګيو په ايښودلو سره له هېوادوالو وغوښتل چې په خپلو سيمو کې نيالګي کېنوي او ساتنې ته يې پام وکړي.
د ملا عبدالغني برادر مطبوعاتي دفتر نن پنشنبې د وري ٢مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ملا برادر د کابل ښار په مربوطاتو کې د نيالګيو ايښودلو پر مهال له کابل ښاريانو وغوښتل، چې نيالګي کېنوي او ساتنه یې وکړي.
ملا برادر وويل،د نيالګيو ايښودل له يوې خوا د هېواد ښکلا او له بلې خوا زموږ د چاپېريال په پاک ساتلو کې مرسته کوي، چې دواړه زموږ د ګرانو هېوادوالو پر روغتيا مثبت اغېز لري.
طالبانو ویلي چې سږ کال به په کابل کې دوه میلیونه تولیدي او غیر تولیدي نیالګي کېنوي.
جمهورخبري آژانس