روسیه: د ترهګرو ډلو له لیست څخه د طالبانو د ایستلو په اړه غور کوو

14 حمل 1403 ساعت 9:09

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ترهګرو سازمانونو له لیست څخه د طالبانو د نوم پر ایستلو غور کوي.


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ترهګرو سازمانونو له لیست څخه د طالبانو د نوم پر ایستلو غور کوي.

دغه وزارت د دوشنبې د وري ۱۳مه، د روسیې تاس خبري اژانس ته وویل، چې په دغه هېواد کې د ترهګرو سازمانونو له لېست څخه د طالبانو د ایستلو موضوع تر غور لاندې ده.

د راپور پر بنسټ، "د روسیې د حکومت د عدلیې، بهرنیو چارو وزارتونه او نور اړوند بنسټونه د ترهګرو سازمانونو له لیست څخه د طالبانو د تحریک د ایستلو په اړه کار کوي."

د يادونې وړ ده، چې د روسيې حکومت تر دې مخکې هم طالبان د ترهګرو په نوملړ کې شامل کړي وو.

خو؛ مسکو له طالبانو سره له هغه وروسته نږدې اړیکې لري چې دغې ډلې په افغانستان کې واک تر لاسه کړ.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 170661

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170661/

جمهور
  https://www.jomhornews.com